د تورخم په ګمرک کې د وارداتي اسلحې د قاچاق مخنيوی وشو

pestole.jpg

13 جوزا 1403

د تورخم ګمرک د ترانزیت تشریح مدیریت د کارکوونکو له لوري په یوې وارداتي سوداګریزه محموله کې (16) عدده تفنچې (32) عدده شاجورونه (315) عدده مرمۍ،  چې د محمولې په سېټ کې په ماهرانه ډول ځای پر ځای شوې وې او قاچاق کوونکو غوښتل له پاکستان څخه یې افغانستان ته په قاچاقي ډول ولیږدوي کشف او ضبط کړل.
نیول شوې قاچاقي اسلحې او تورن کس به د نورو اجرااتو لپاره اړوندو ارګانونو ته وسپارل شي.