د مالیې وزارت
د هرات ولایت د اسلام کلا سرحدي ګمرک ځیرکو کارکوونکو په یوه وارداتي محموله کې (۴۱۰۷) کارټنه د میټاډون په نوم ممنوعه درمل، چې ټولیز وزن یې (۱۴،۲) ټنه کېږي کشف او ونیول.
د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې کارکوونکو تېره اوونۍ د نیمروز، کندهار او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سېمو کې قاچاقي توکي نیولي دي،
د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ له کلني تدریسي پلان سره سم، د کابل ګمرک (۴۴) تنو کارکوونکو ته جوړ شوی (۲۸) ورځنی روزنیز پروګرام پای ته ورسېد.
د کندهار ګمرک اړوند د سپین بولدک ګمرک ویښو او ځیرکو کارکوونکو په یوه وارداتي محموله کې څه کم (۲۵) کیلو ګرامه تاریاک کشف او ونیول شول
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مولوي محمد حامد احمد، چې په رسمي سفر خوست ولایت ته تللی، د یاد ولایت له والي مولوي عبدالقيوم روحاني او یو شمېر سوداګرو سره په جلاجلا ډول وکتل.
د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې کارکوونکو تېره اوونۍ د نیمروز، فراه، هرات، بلخ او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سېمو کې قاچاقي توکي نیولي دي،
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د هرات ولایت د اسلام کلا په ګمرک کې د (۲۳۲) میلیونه افغانیو په ارزښت د موټرونو د تمځای جوړولو پروژې رغنیزې چارې تر دې مهاله (۴۰) سلنه مخته تللي دي.
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د (۱۰،۱) میلیونه افغانیو په ارزښت د فاریاب ولایت د اقینې په ګمرک کې د ارشیف جوړولو پروژې رغنیزې چارې پیل کړي دي،