د روان مالي کال په دوهمه ربعه کې د هیواد ګمرکي چارو (۱۸) سلنه پرمختګ کړی!

majles.jpg

22 میزان 1403

د روان (۱۴۰۳) هـ.ل کال په دوهمه ربعه کې په ګمرکونو کې د ترسره شويو چارو د تخنیکي ارزونې ناسته، د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ پر لیکه او حضوري بڼه جوړه شوه. په دغه ناسته کې د روان (۱۴۰۳) هـ.ل کال په دوهمه ربعه کې په ګمرکونو کې د تر سره شويو فعالیتونو ټولیز راپور وړاندې شو؛ په یاده موده کې د عوایدو د راټولېدو، د هیواد په ګمرکونو کي د تر سره شوي سوداګرۍ، د وارداتي توکو د ګمرکي ارزښت، د سوداګریزو محمولو د شمېر او ثبت شوي وزن په اړه بشپړ معلومات وړاندې شول، چې له مخې یې د تېر کال د همدې مودې په پرتله، د ګمرکونو چارې (۱۸) سلنه مثبتې وښودل شوې. د وړاندي شوي راپور په تړاو هر اړخیز تخنیکي بحثونه وشول او د چارو د لا پرمختګ په موخه د ولایتي ګمرکونو د مسئولینو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل شول، چې د ګمرکونو د رهبرۍ له لوري د ستونزو د حل ډاډ ورکړل شو او ور سره اړینې سپارښتنې هم شریکي شوې. په دغه ناسته کې همداراز، د روان کال د لومړیو شپږو میاشتو د سوداګرۍ هر اړخیز تحلیل وشو، چې له مخې یې د تېر کال د همدې مودې په پرتله، هیواد ته د سوداګریزو توکو واردات (۳۲) سلنه زیات شوي دي.