په تېرو دوو اوونیو کې د هیواد په بېلابیلو ولایتونو کې په زیاته اندازه قاچاقي وارداتي توکي نیول شوي دي

قاچاق مواد.jpg

23 میزان 1403

د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې کارکوونکو په تېرو دوو اوونیو کې د نیمروز، فراه، هرات، ننګرهار او کندهار ولایتونو په بېلابیلو سېمو کې په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیولي دي، چې قاچاق کوونکو غوښتل په پټه یې افغانستان ته وارد کړي. په دې نیول شویو توکو کې (۱۱۳۵۳) کیلو ګرامه خوراکي مالګه، (۵۶۹۱) کیلو ګرامه انساني درمل، (۵۱۱) کیلو ګرامه زراعتي درمل، (۸۴۷۴) کیلو ګرامه مکروني، (۱۰۰۰) کیلو ګرامه مصنوعي چمن، (۹۶۰) کیلو ګرامه چاکلیټ، (۹۶۶) کیلو ګرامه خوراکي غوړي، (۱۳۸۴) کیلو ګرامه رُب، (۵۹۰۰) کیلو ګرامه د موټرونو رنګ، (۵۹۵۰) کیلو ګرامه د وچو شیدو پوډر، (۱۸۰۰) کیلو ګرامه یو وار مصرف لوښي،(۳۶۰) کیلو ګرامه خالي بوجۍ (۲۰۰) کیلو ګرامه تینر،(۲۲۹) کیلو ګرامه بسکویټ، (۲۰۳) کیلو ګرامه د چاپ رنګ او  (۸۱) کیلو ګرامه پاکټي شیدې شاملې دي. نیول شوي توکي او تورن کسان د نورو اجرااتو لپاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل شوي دي.