د ګمرکونو لوی ریاست د نظارت او ارزونې نوی امر کارکوونکو ته ور وپېژندل شو

معرفی.jpg

21 میزان 1403

سید کاظم سادات ، چې د ګمرکونو لوی ریاست په وړاندیز او د مالیې وزارت د مقام په منظورۍ د نظارت او ارزونې امر ټاکل شوی، د ګمرکونو لوی ریاست د عملیاتي مرستیال نقیب الله عابد له لوري اړوندو کارکوونکو ته ور وپېژندل شو. عملیاتي مرستیال د پخواني امر د کړنو څخه مننه وکړه او نوي ګمارل شوي امر ته یې په اړوندو چارو کې د بریا هیله څرګنده کړه او کارکوونکو ته سپارښتنه وکړه، چې په چارو کې ور سره هر اړخیزه همکاري وکړي. د یادونې وړ ده چې سید کاظم سادات د ګمرکونو په بېلابېلو برخو کې کار کړی او پوره کاري تجربه لري له دې وړاندې، هغه د کابل نړیوال هوایې ډګر ګمرک د عملیاتي امر په توګه یې دنده ترسره کوله.