ګمرکي عرایضو او شکایتونو ته د رسیدنې کمېټې ناسته نن د چنګاښ میاشتې په ۲۴ مه نېټه د مالیې وزارت د ګمرکونو عمومي رئیسې اغلی امنه احمدي په مشرۍ جوړه شوه.
په دې ناسته کې چې د یادې کمېټې غړو ګډون کړی و د ګمرکي پریکړو په اړه د سوداګرو د قناعت نه کولو تر لاسه شویو عرایضو په تړاو بحث او د نظرونو تبادله وشوه او اړه یې لازمې پریکړې وشوې.