د کابل ګمرک د دوو نیول شويو وړونکو وسایطو سریع الفساد توکي لیلام کړل

اطلاعيه.jpg

5 سرطان 1400
د کابل ګمرک نن د چنګاښ میاشتې په ۵ مه نېټه د ګمرکونو قانون د ۱۹۰ مې مادې د حکم له مخې د دوو وړونکو وسایطو توکي چې ( ۱۵۰۱ کارتنه ) ام په کې بار و په قاچاقي ډول هیواد ته وارد شوي و او مراقبت سیار مؤظف پلاوي له لوري نیول شوي د ټاکل شوي پلاوي په شتون کې لیلام کړل.
د ګمرکونو لوی ریاست له هغو سوداګرو څخه چې خپل توکي په قاچاقي ډول هیواد ته واردوي غوښتنه کوي چې په ګمرکونو خپل سوداګریز توکي د هیواد نافذه قوانینو سره سم طی مراحل کړي که چیرې توکي د ګمرکونو له قانون سره سم طی مراحل نه کړي او یا دا چې په قاچاقي ډول یې هیواد وارد کړي د مؤظفو ټیمونو له لوري نیول کیږي د او ګمرکونو قانون له مخې لیلامیږي.