په تېره اوونۍ کې د هیواد له ګمرکونو څخه ۱ میلیارده ۷۹ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي دي

خبرتيا.jpeg

21 سرطان 1400

د روان مالي کال د چنګاښ میاشتې له ۱۲ مې نه تر ۱۸ مې نېټې پورې د هیواد له ګمرکونو څخه ۱ میلیارده ۷۹ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي دي.
په همدې موده کې په یادو ګمرکونو کې د ۸ میلیارده افغانیو په ارزښت واردات او د ۷۹۱ میلیونه افغانیو په ارزښت صادرات تر سره شوي دي.