د کابل په ګمرک کې یو شمېر ضبطي توکي لیلام ته وړاندې شول

ليلام.jpg

2 سرطان 1400
د کابل ګمرک ۴۱ ډوله بېلابیل ضبطي توکي چې د دې ګمرک په هنګرونو کې یې شتون درلود د روان کال د چنګاښ / سرطان میاشتې په لومړۍ نېټه د مؤظف پلاوي په شتون کې لیلام ته وړاندې کړل.
د ګمرکونو لوی ریاست له هغو سوداګرو څخه چې توکي په قاچاقي ډول هیواد ته واردوي، غوښتنه کوي چې خپل سوداګریز توکي د هیواد نافذه قوانینو سره سم په ګمرکونو کې طی مراحل کړي که چیرې توکي په قانوني ډول طی مراحل نه کړي یا په قاچاقي ډول یې هیواد ته وارد کړي د مؤظفو ټیمونو له لوري نیول کیږي او د ګمرکونو د قانون له مخې لیلامیږي.