په هیواد کې د ننه د محصول شویو اموالو د لیږد طرزالعمل په اړه بحث

13 سرطان 1400
په هیواد کې د ننه د محصول شویو اموالو د لیږد طرزالعمل د بیا کتنې په اړه غونډه نن د چنګاښ میاشتې په ۱۳ مه نېټه د مالیې وزارت د ګمرکونو عمومي رئیسې اغلی امنه احمدي، په مشرۍ جوړه شوه.
په دې غونډه کې چې د ګمرکونو لوی ریاست مرستیالانو، د دې ریاست یو شمېر اړوندو رئیسانو او امرینو ګډون کړی و، په ماده وار ډول په هیواد کې د ننه د محصول شویو اموالو د لیږد طرزالعمل په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
د غونډې په پای کې د ګمرکونو عمومي رئیسې تخنیکي ټیم ته دنده وسپارله چې د غونډې اصلاحي نظریات په دې طرزالعمل کې راولي او د نهایې کولو لپاره دې راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.