په تېره اوونۍ کې د هیواد له ګمرکونو څخه ۱ میلیارده ۶۴۸ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي دي

اطلاعيه.jpg

6 سرطان 1400
د روان مالي کال د غبرګولي میاشتې له ۲۹ مې نه د چنګاښ میاشتې تر ۴ مې نېټې پورې د هیواد له ټولو ګمرکونو څخه ۱ میلیارده ۶۴۸ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي دي.
په همدې موده کې په یادو ګمرکونو کې د ۱۰ میلیارده ۸۸۵ میلیونه افغانیو په ارزښت واردات او د ۱ میلیارده ۱۵۴ میلیونه افغانیو په ارزښت صادرات تر سره شوي دي.