ګمرکي عرایضو او شکایتونو ته د رسیدو کمېټې ناسته جوړه شوه

2.jpg

24 سرطان 1400

ګمرکي عرایضو او شکایتونو ته د رسیدنې کمېټې ناسته نن د چنګاښ میاشتې په ۲۴ مه نېټه د مالیې وزارت د ګمرکونو عمومي رئیسې اغلی امنه احمدي په مشرۍ جوړه شوه.
په دې ناسته کې چې د یادې کمېټې غړو ګډون کړی و د ګمرکي پریکړو په اړه د سوداګرو د قناعت نه کولو تر لاسه شویو عرایضو په تړاو بحث او د نظرونو تبادله وشوه او اړه یې لازمې پریکړې وشوې.
د یادونې وړ ده چې د ګمرکونو لوی ریاست د ګمرکونو قانون د ۲۳ مې مادې د حکم له مخې ګمرکي عرایضو او شکایاتونو ته د رسیدنې په نوم کمېټه جوړ کړې، که چیرې ملي سوداګر د ګمرکي پریکړو په اړه قناعت ونه لري کولی شي یادې کمېټې ته عارض او د تجدید نظر غوښتنه وکړي.