د ګمرکونو لوی ریاست په تعمیر کې د شکایتونو صندوق نصبول

صندوق شکایات.jpg

3 سرطان 1400
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د هیوادوالو ستونزو ته د رسیدنې په موخه د ګمرکونو او عوایدو معینیت د تعمیر په بېلابیلو برخو کې د شکایتونو څلور صندوقونه نصب کړي دي.
هیوادوال کولی شي خپلې ستونزې او شکایتونه د همدې صندوقونو له لارې هم زموږ سره شریک کړي، یاد صندوقونه هره اوونۍ د مؤظف پلاوي له لوري کتل کیږي.