ننګرهار ولایت کې د صادراتي محصولاتو واحد ملي مرکز (One Stop Shop) پرانېستل شو

JLD VISIT - MOIEN.jpg

30 جوزا 1400
ننګرهار ولایت کې د صادراتي محصولاتو واحد ملي مرکز (One Stop Shop) تېره ورځ د غبرګولي میاشتې په ۳۰ مه نېټه پرانېستل شو. د دې مرکز د پرانېستې په مراسمو کې د ننګرهار والي ښاغلي ضیاء الحق امرخیل، د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین ښاغلي عالم شاه ابراهیمي، د سوداګرۍ وزارت مرستيال ښاغلي سليمان بنشاء، د کورنیو تولیدتو او صادراتو په چارو کې د ولسمشر سلاکار جلال الدین سعید او د ننګرهار ولایت د سوداګرۍ خونو یو شمېر مسؤلینو ګډون کړی و.
په همدې موخه جوړو شويو مراسمو کې د ننګرهار والي وويل، چې د صادراتي اموالو اړوند د سندونو د طی مراحل کولو واحد مرکز چې په ۱۲ ميليونه افغانيو يې ودانۍ ورغول شوه چې بودیجه یې د افغانستان حکومت له لوري تمویل شوې ده. د هغه په خبره دا مرکز به وکولی شي چې سوداګرو ته د لس ورځو کار تر يو چتر لاندې په لس دقيقو کې تر سره کړي، د نوموړي د معلوماتو له مخې د دغه مرکز لپاره جوړه شوې ودانۍ په ۳۰۰ متره مربع ځمکه کې په شپږو مياشتو کې جوړه شوې چې ۱۸ کسان به په کې کار کوي.
د ماليې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین وويل، چې دغه مرکز د سوداګرو اړتيا، ستونزو او غوښتنو ته په کتو د ولسمشر په ځانګړي هدایت رامنځته شوی چې جوړېدل يې د سوداګرو د ستونزو د حل لپاره ډېر ګټور دی.
د سوداګرۍ وزارت مرستيال وويل چې ورته مرکزونه تر دې وړاندې پلازمېنه کابل او تر هغې وړاندې کندهار ولايت کې هم جوړ شوي چې جوړېدل يې سوداګرو ته ډیرې اسانتیاوې برابرې کړي دي.
د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې استازي ډاکټر مخلص احمد، د ننګرهار د صنایعو او کانونو خونې رئیس حاجي تورملنګ شګیوال او ننګرهار کې د ښځينه سوداګرو د خونې مشرې پلاتون بيدار وويل چې د دې مرکز په پرانېستلو سره د صادراتو په برخه کې به د دوی ستونزې حل شي.
د کورنیو تولیداتو او صادراتو په چارو کې د ولسمشر سلاکار د یاد مرکز د پرانیستې له امله مبارکي ورکړه او د دې ولایت پانګوالو او سوداګرو ته یې ډاډ ورکړ چې شته ستونزو ته به یې رسیدنه وشي.
د یادونې وړده، چې د افغانستان حکومت په پام کې لري، څو د صادرونکو لپاره د اسانتیاوو برابرولو سیستم (One Stop Shop) د هیواد په ټولو سترو زونونو کې جوړ کړي.