د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني ځیرکو او فعالو کارکوونکو د (۱۴۰۲) مالي کال په لومړیو شپږنیمو میاشتو د کندهار، نیمروز، خوست، پکتیا، هلمند او ننګرهار ولایتونو په بېلابېلو برخو کي د (۹۴) زره (۱۱۶) ټنه بې کیفیته او ممنوعه توکو؛ لکه: طبي، زراعتي او یوناني درمل، خوراکي توکي، نشه یي مواد او داسي نور… چي په قاچاقي ډول له پاکستان هیواد څخه افغانستان ته واردېدل، مخنیوی کړی.