د فراه ولایت د ابونصر فراهي په ګمرک کې د (۳۴) میلیونه افغانیو په ارزښت رغنیزې چارې پیل شوې

abu nasr.jpeg

20 عقرب 1402

د لړم ۲۰مه ۱۴۰۲ه.ل ۱/۳د ګمرکونو لوی ریاست د فراه ولایت د ابونصر فراهي په ګمرک کې د (۳۴) میلیونه افغانیو په ارزښت د سوداګریزو توکو د خوندي ساتلو او سوداګرو ته د اسانتیا رامنځته کولو په موخه
د دوه بابه هنګرونو او د یاد ګمرک د ټاورونو د جوړیدو چارې پیل کړې. د یادې پروژې په پرانېست غونډه کې د ابونصر فراهي ګمرک د مسؤلینو تر څنګ د فراه ولایت مقام، د دې ولایت د ښارجوړونې ریاست او د سوداګرۍ خونې استازو ګډون کړې وو.
د یادونې وړ ده، چې د یادې پروژې بودیجه د مالیې وزارت له پراختیایې بودیجې څخه تمویلیږي او چارې به یې د یو کال په موده کې بشپړې شي.