د سپین بولدک ګمرک کارکوونکو د وارداتي نشه یې توکو له قاچاق څخه مخنیوی وکړ

1111.jpg

11 عقرب 1402

د کندهار ولایت د سپین بولدک زړورو کارکوونکو نن په یوې وارداتي محموله کې (۹۱) کیلو ګرامه تریاک او (۵۸) کیلو ګرامه پوډر (نشه یې توکي) کشف او له قاچاقو څخه یې مخنیوی وکړ.
یاد نشه یې توکي چې په ډیر مهارت سره ځای پر ځای شوي وو او غوښتل یې، چې له پاکستان هیواد څخه یې افغانستان ته په قاچاقي ډول راوړي.
په دې تور یو کس نیول شوې او د نورو څیړنو لپاره به اړونده ارګانونو ته ور وپیژندل شي.