د ګمرکونو يو شمېر تخنيکي او عملياتي معاونینو ته اتلس ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسید

photo.jpg

13 عقرب 1402

د مالیې وزارت د هیواد د مالي نظام د پایښت او ودي یوه کلیدي اداره ده، او اساسي موخه ئې داده، چي په ټولو اړوندو ادارو کي د خپلو کارکوونکو وړتیا لوړه کړي، مسلکي ادارې جوړي کړي، د استعدادونو د جذب ترڅنګ د ټولو کارکوونکو لپاره روزنیز پروګرامونه جوړ کړي، چي د دې وزارت چاري په نړیوال معیار مخته ولاړي سي. په همدې اساس د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ له لوري د ګمرکونو يو شمېر تخنيکي او عملياتي معاونینو ته د ټرانزیټ، قيمت ګذارۍ، تعرفې، ګمرکي رویو او نورو ورته موضوعاتو په تړاو جوړ سوی اتلس ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېده.
د دغه ورکشاپ په پای غونډه کښي د ګمرکونو او عوایدو معین ملا عبدالقاهر ادریس، د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مفتي عبدالمتین سعید، ګډون کړی وو. د پیل په وینا کي د ګمرکونو لوی رئيس ټولو ګډونوالو ته د ور سپارل سوي مسؤليت او امانت دارۍ په اړه لارښوونه وکړه او همدارنګه ئې له اسلامي امارت څخه د ولس د هیلو په تړاو خبري وکړې. د ګمرکونو او عوايدو معين ګډونوالو ته د اطاعت پذیرۍ، امانت دارۍ، د ورته روزنیزو ورکشاپونو جوړېدلو او ګټورتوب او همدارنګه د مراتبو سلسلې په نظر کي نيولو سره د دندو سرته رسولو په اصولو رڼا واچوله.
د غونډي ویناوالو د اکاډمۍ له پرسونل په ځانګړي ډول له ښوونکو څخه مننه وکړه، چي د بېلابېلو ادارو کارکوونکو ته د اړتیا په پام کي نیولو سره روزنیز پروګرامونه چمتو کوي.
د یادوني وړ ده، چي د روزنیزو پروګرامونو لړۍ په چټکۍ روانه ده او مالیې وزارت د خپلو ادارو د مسلکي کېدو هڅه کوي.