د روان مالي کال د تلې په میاشت کې په ګمرکونو کې د تر سره شویو فعالیتونو تخنیکي ارزونه وشوه

F-y2artXsAAOpxd.jpeg

22 عقرب 1402

د روان مالي کال د تلې په میاشت کې د ګمرکونو د وضعیت ارزونې په موخه تخنیکي ناسته، تېره ورځ د ګمرکونو لوی ریاست د تخنیکي او عملیاتي مرستیالانو، رئیسانو او د ویډیو کنفرانس له لارې د ولایتي
ګمرکونو د مسؤلینو په ګډون د ګمرکونو او عوایدو معینیت د غونډو په تالار کې جوړه شوه. په پیل کې د ګمرکونو لوی ریاست عملیاتي مرستیال ښاغلي نقیب الله عابد ټولو ته د ښه راغلاست تر څنګ د غونډې اجنډاء د ناستې له ګډونوالو سره شریکه کړه او ور پسې د ګمرکونو لوی ریاست د پلان جوړونې،
پالیسۍ، څارنې او ارزونې رئیس ښاغلي محمد وسیم عثمان له لوري د تلې په میاشت کې په ګمرکونو کې د تر سره شویو فعالیتونو په تړاو ټولیز راپور وړاندې شو او همدا راز په دې موده کې د عوایدو راټولیدو، د هیواد په ټولو ګمرکونو کې تر سره شوې سوداګرۍ، د وارداتي توکو ګمرکي ارزښت
او د سوداګریزو محمولو د شمېر او ثبت شوي وزن په اړه غونډې ته بشپړ معلومات وړاندې کړل. همدا شان د غونډې ګډونوالو د تلې میاشتې د راپور په اړه هر اړخیز بحث وکړ او د چارو د لا ښه والي لپاره یې د ولایتي ګمرکونو مسؤلینو ته لازمې سلا مشورې ورکړې. د ولایتي ګمرکونو مسؤلینو هم
په خپل وار سره په خپلو اړوندو کاري برخو کې د شته ستونزو یادونه وکړه چې د ګمرکونو لوی ریاست د رهبري له لوري د ژر حل کیدو ډاډ ورکړل شو. د یادونې وړ ده چې د ګمرکونو لوی ریاست په میاشتني، ربعوار او کلني ډول د ټولو ګمرکونو تخنیکي ارزونه کوي څو شته ستونزو ته پر خپل وخت رسیدنه وشي.