د اسلام کلا په ګمرک کې په غیر قانوني ډول د ډالرو له لیږد څخه مخنیوی شو
11 عقرب 1402
د هرات ولایت د اسلام کلا ګمرک کارکوونکو له یو شخص څخه (۲۲۲۷۰) امریکایې ډالر، چې غوښتل یې په غیر قانوني ډول یې ایران هیواد ته ولیږدوي، کشف او ونیول.
یاد نیول شوي ډالر په اسلام کلا کې د افغانستان بانک څانګې ته وسپارل شول او نیول شوی کس د نورو څیړنو په موخه اړونده ارګانونو ته ور وپیژندل شو.