د نیمروز ګمرک د ګرځنده څارنې کارکونکو د انساني ویښتانو له قاچاق څخه مخنیوی وکړ
18 عقرب 1402
د نیمروز ګمرک د ګرځنده څارنې کارکونکو د کشفي او استخباراتي راپور په اساس د یاد ولایت د خاشرود ولسوالی د غربي ځنځیر په سېمه کې (۶۳۰)کیلو ګرامه د انسان د سر ویښتان، چې غوښتل یې پاکستان هیواد ته یېقاچاق کړي کشف او ونیول.
د یادونې وړ ده، چې د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه د هدایت له مخې د انسان د سر ویښتانو واردات او صادرات په مطلق ډول بند دي.