د ډنډپټان په ګمرک کې د شاوخوا (۴۴) میلیونه افغانیو په ارزښت د رغنیزو پروژو چارې پیل شوې.

1.jpg

20 عقرب 1402

د ګمرکونو لوی ریاست سوداګرو ته د اسانتیا رامنځته کولو او د دوی ستونزو ته د رسیدو په موخه د پکتیا ولایت د ډنډپټان په ګمرک کې د (۴۳.۷) میلیونه افغانیو په ارزښت د رغنیزو پروژو پرانېسته وکړه.
په یادو پروژو کې د ډنډپټان په ګمرک کې د دوه بابه هنګرونو جوړیدل، د ګمرک د اړوندې ساحې هموار کاري، د یاد ګمرک د احاطې او استنادي دیوالونو جوړیدل شامل دي، چې چارې یې د ګمرکونو لوی ریاست د حمایت او پراختیا رئیس ښاغلي محمد موسی عمر په مشرۍ له مرکز څخه د تللي پلاوي، د پکتیا ولایت امنيه قوماندان مولوي محمد عمر مخلص، د ولایت مقام استازي قاضي ثواب جان اسلام يار، د اطلاعاتو او کلتور رئيس، د ډنډپټان ولسوال او امنیه قوماندان او د یادې ولسوالۍ کمیسار له لوري په رسمي ډول پیل شوې.
د یادونې وړ ده، چې د یادو پروژو بودیجه د مالیې وزارت له پراختیایې بودیجې څخه تمویلیږي او چارې به یې د یو کال په موده کې بشپړې شي، چې له دې سره به سوداګرو ته د اسانتیا رامنځته کیدو تر څنګ د یاد ګمرک چارې لا چټکې او کارکوونکو ته به یې هم اسانتیاوې رامنځته شي.