د ګمرکونو او عوایدو معین د جوزجان له والي سره وکتل
11 عقرب 1402
د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین ښاغلي ملا عبدالقاهر ادریس تېره ورځ په خپل کاري دفتر کې د جوزجان له والي ښاغلي ګل حیدر شفق سره وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لوریو په جوزجان ولایت کې د عام المنفعه پروژو په پلي کیدو، په شفاف ډول د دې ولایت د عوایدو په راټولولو، خلکو ته د غوره خدماتو په وړاندې کولو او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو بحث او د نظرونو تبادله وکړه.