د مالیې وزارت
د روان مالي کال په وروستیو درېیو میاشتو کې د هیواد په ګمرکونو کې د تر سره شویو فعالیتونو د تخنیکي ارزونې په موخه ناسته د ګمرکونو لوی رئیس ښاغلي الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ د ګمرکونو او عوایدو معینیت د غونډو په تالار کې جوړه شوه.
د افغانستان اسلامي امارت پلاوي د ایران اسلامي جمهوریت د مسؤلینو تر منځ هوکړه شوې، چې له دې وروسته به د اسلام کلا، نیمروز او ابو نصر فراهي او د ایران لوري ته درې مقابل ګمرکونه سوداګرو ته (۱۶) ساعته ګمرکي خدمتونه وړاندې کوي.
د کابل ګمرک ریاست اداري ناسته تېره ورځ د یاد ګمرک سرپرست ښاغلي نعمت الله همت په مشرۍ، د یاد ګمرک تخنیکي مرستیال ښاغلي سلطان محمد احرار او د ټولو برخو د مسؤلینو په ګډون جوړه شوه.
د روان مالي کال د تعرفې کمېټې پنځمه ناسته نن د ګمرکونو او عوایدو معین ښاغلي ملا عبدالقاهر ادریس په مشرۍ د یاد معینیت د غونډو په تالار کې جوړه شوه.
د نیمروز ګمرک د ګرځنده څارنې کارکوونکو د دې ولایت په اړوندو سېمو کې بېلابیل وارداتي او صادراتي قاچاقي توکي کشف او نیولي دي.
د نیمروز ګمرک د ګرځنده څارنې کارکوونکو تېره ورځ د یاد ولایت په بېلابیلو سېمو کې (۲.۵) ټنه انساني درمل، (۲۸) ټنه مالټې، (۳۸) ټنه ګوړه، (۱۴) ټنه پلمیټ، (۲.۵) ټنه جوس او (۴۵) عرادې موټرسایکلونه چې غوښتل یې په قاچاقي ډول یې هیواد ته وارد کړي ونیول.
د ولایتي ګمرکونو د تشریح او بررسۍ برخې کارکوونکو ته ۲۱ ورځنی ورکشاپ، چې د ګمرکونو او عوایدو په ملي اکاډمۍ کې جوړ شوی وو، نن پای ته ورسید.
د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مفتي عبدالمتین سعید، چې د تخنیکي پلاوي په مشرۍ هرات ولایت ته تللی تېره ورځ یې د یاد ولایت د والي شیخ الحدیث مولانا نور احمد اسلام جار په شتون کې د هرات ولایت له یو شمېر سوداګرو او صنعتکارانو سره وکتل.
د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مفتي عبدالمتین سعید، چې د تخنیکي پلاوي په مشرۍ فراه ولایت ته تللی، تېره ورځ یې د یاد ولایت له یو شمېر سوداګرو سره وکتل.
د نیمروز په ګمرک کې د کورني او بهرني ترانزیټ لپاره نوې اسانتیاوې رامنځته شوې