د روان مالي کال په درېیمه ربع کې د هیواد په ګمرکونو کې د تر سره شویو فعالیتونو تخنیکي ارزونه وشوه

2222.jpeg

18 جدی 1402

د روان مالي کال په وروستیو درېیو میاشتو کې د هیواد په ګمرکونو کې د تر سره شویو فعالیتونو د تخنیکي ارزونې په موخه ناسته د ګمرکونو لوی رئیس ښاغلي الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ د ګمرکونو او عوایدو معینیت د غونډو په تالار کې جوړه شوه.
په دې ناسته کې د ګمرکونو لوی ریاست یو شمېر رئیسانو. امرینو او د ویډیو کنفرانس له لارې د ولایتي ګمرکونو مسؤلینو ګډون کړې وو.
غونډه د قران عظیم الشان د څو ایتونو په تلاوت سره پیل شوه ور پسې د ګمرکونو لوی رئیس ټولو ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ د روان مالي کال تر پایه ټاکل شوي هدف ته د رسیدو، د کارکوونکو د وړتیا لوړولو او په دې برخه کې د مسؤلینو له لوري د دوی د هڅونې، په خپل وخت سره شته ستونزو ته د رسیدنې او ځینو نورو برخو کې د ولایتي ګمرکونو مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.
له اجنډاء سره سم د ګمرکونو لوی ریاست د پلان جوړونې، پالیسۍ، څارنې او ارزونې رئیس ښاغلي محمد وسیم عثمان له لوري د روان کال په درېیمه ربع کې په ګمرکونو کې د تر سره شویو فعالیتونو په تړاو ټولیز راپور وړاندې شو او همدا راز په دې موده کې د عوایدو راټولېدو، د هیواد په ټولو ګمرکونو کې د تر سره شوې سوداګرۍ، د وارداتي توکو ګمرکي ارزښت او د سوداګریزو محمولو د شمېر او ثبت شوي وزن په اړه ګډونوالو ته بشپړ معلومات وړاندې کړل، چې په دې راپور کې د هیواد سترو ګمرکونو چارې د تېر کال د همدې مودې په پرتله مثبتې ښودل شوې وې.
د ولایتي ګمرکونو مسؤلینو هم په خپل وار سره په خپلو اړوندو کاري برخو کې د شته ستونزو یادونه وکړه، چې د ګمرکونو لوی ریاست د رهبرۍ له لوري یې د ژر حل کېدو ډاډ ورکړل شو.
د یادوني وړ ده، چې د ګمرکونو لوی ریاست په میاشتني، ربعوار او کلني ډول د ټولو ګمرکونو تخنیکي ارزونه کوي، څو شته ستونزو ته پر خپل وخت رسېدنه وشي او د هیواد په ګمرکونو کې سوداګرو ته لا اسانتیاوې رامنځته شي.