د روان مالي کال د تعرفې کمېټې پنځمه ناسته جوړه شوه

پشتو.jpg

13 جدی 1402

د روان مالي کال د تعرفې کمېټې پنځمه ناسته نن د ګمرکونو او عوایدو معین ښاغلي ملا عبدالقاهر ادریس په مشرۍ د یاد معینیت د غونډو په تالار کې جوړه شوه.
په دې ناسته کې، چې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي نورالدین عزیزي تر څنګ د تعرفې کمېټې ټولو غړو ګډون کړې وو د سوداګرو او صنعتکاراتو له غوښتنې له مخې کورني تولید څخه د ملاتړ، سوداګرۍ او دولتي عوایدو د ودې اصل ته په کتو سره د یو شمېر وارداتي اقلامو د ګمرکي تعرفې په اړه په لاندې ډول پریکړې وشوې، چې د مالیې وزیر له منظوري وروسته به د هیواد په ګمرکونو کې د پلي کیدو وړ وي.
د یادونې وړ ده، چې اوس مهال په هیواد کې یاد ذکر شوي توکي د بېلابیلو صنعتي فابریکو له لوري تولیدي، چې د تعرفې کمېټې له دې فابریکو څخه د ملاتړ په موخه د دې توکو د تعرفې د لوړیدو پریکړه وکړه.