د نیمروز ګمرک د ګرځنده څارنې کارکوونکو بېلابیل وارداتي او صادراتي قاچاقي توکي نیولي دي

قاچاق.jpg

9 جدی 1402

د نیمروز ګمرک د ګرځنده څارنې کارکوونکو د دې ولایت په اړوندو سېمو کې بېلابیل وارداتي او صادراتي قاچاقي توکي کشف او نیولي دي.
په نیول شویو توکو کې (۱۴) ټنه مالټې، (۱۴) پارسله پلاستیک، (۱۴۸۱) کارتنه خوراکي رُب او (۱۵) عرادې موټرسایکلونه شامل دي، چې غوښتل یې په قاچاقي ډول یې هیواد ته وارد کړي نیول شوي دي.
همدا رنګه په دې توکو کې (۹۲۰) کیلو ګرامه د انسان د سر ویښتان، چې غوښتل یې پاکستان هیواد ته په قاچاقي ډول ولیږدوي کشف او نیول شوي دي.
یاد توکي د نورو اجرااتو لپاره د نیمروز ګمرک ته سپارل شوي او تورن کسان به یې اړوندو عدلي او قضایې ارګانونو ته ور وپیژندل شي.