Tag error: <txp:etc_query
  data='<txp:etc_tree id="245" />'
  replace='//a[@href="<txp:site_url /><txp:etc_url />"]@@class=active'
/> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form None on page Pashto
Tag error: <txp:etc_date date="posted" calendar="jalali" format="%d %B %Y" lang="fa_AF"  /> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form default on page Pashto
د ګمرکونو لوی رئیس د فراه ګمرک د چارو د ارزونې او د سوداګرو د ستونزو اوریدو په موخه یاد ولایت ته سفر وکړ | AFG Custom / د ګمرکونو ع ریاست / ریاست ع گمرکات

د ګمرکونو لوی رئیس د فراه ګمرک د چارو د ارزونې او د سوداګرو د ستونزو اوریدو په موخه یاد ولایت ته سفر وکړ

22.jpg

29 قوس 1402

د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مفتي عبدالمتین سعید، چې د تخنیکي پلاوي په مشرۍ فراه ولایت ته تللی، تېره ورځ یې د یاد ولایت له یو شمېر سوداګرو سره وکتل.
په دې کتنه کې، چې د فراه ولایت د والي مرستیال او د ګمرکونو لوی ریاست د تنفیذ قانون رئیس ښاغلي محمد ابراهیم خلیل هم شتون درلود، په پیل کې د سوداګرو په استازیتوب د فراه ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس د وارداتي نفتي موادو، د ابو نصر فراهي ګمرک د مرستندویه میز او انټرنټ، سوداګریزو شرکتونو ته د نویو یوزرونو د جوړیدو او مالیاتو په برخو کې د سوداګرو شته ستونزې شریکې کړې او د حل غوښتنه یې وکړه.
د ګمرکونو لوی رئیس دوی ته ډاډ ورکړ چې شته ستونزې به د مالیې وزارت له مقام او اړوندو ادارو سره شریکوي. نوموړي زیاته کړه، چې د افغانستان اسلامي امارت پالیسي داده، څو په ټولو برخو کې د سوداګرو او پانګه والو ستونزو ته رسیدنه وکړي او دوی ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
همدا رنګه د ګمرکونو لوی رئیس او مل پلاوي د فراه ولایت د ابونصر فراهي ګمرک څخه هم لیدنه وکړه او هلته یې د یاد ګمرک د چارو د ارزونې تر څنګ د ګمرک له مسؤلینو او کارکوونکو سره وکتل او په کاري برخه کې یې د دوی ستونزې واوریدلې. نوموړي د ابونصر فراهي ګمرک کارکوونکو ته سپارښتنه وکړه، چې په پوره صداقت او ایماندارۍ سره اړوندې چارې تر سره او د خلکو ستونزو ته پر خپل وخت سره رسیدنه وکړي.