د ګمرکونو لوی رئیس هرات ولایت ته رسمي سفر وکړ

IMG-20231221-WA0053.jpg

30 قوس 1402

د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مفتي عبدالمتین سعید، چې د تخنیکي پلاوي په مشرۍ هرات ولایت ته تللی تېره ورځ یې د یاد ولایت د والي شیخ الحدیث مولانا نور احمد اسلام جار په شتون کې د هرات ولایت له یو شمېر سوداګرو او صنعتکارانو سره وکتل.
په دې کتنه کې، چې د ګمرکونو لوی ریاست د تنفیذ قانون رئیس ښاغلي محمد ابراهیم خلیل او د هرات ګمرک رئیس هم ګډون کړې وو، په پیل کې د یاد ولایت سوداګرو او صنعتکارانو په خپل وار سره په بازارونو کې د سالم رقابت او د صنعتي فابریکو د ملاتړ په موخه د قاچاقي توکو د مخنیوي، د پاکستان لاس موټرو د وارداتو د بندیدو، د اسلام کلا په سرحدي ګمرک کې د سوداګریزو توکو د طی مراحلو، د هرات ګمرک د کاري وخت د زیاتوالي او د ځینو هغو توکو، چې افغانستان کې زیات تولیدیږي د تعرفې د لوړیدو په برخو کې خپلې ستونزې او وړاندیزونه د ګمرکونو له لوی رئیس سره شریک کړل.
د ګمرکونو لوی رئیس د دوی د ستونزو او وړاندیزونو له اوریدو وروسته وویل، چې د ګمرکونو لوی ریاست د هیواد په کچه د قاچاقي توکو د مخنیوي لپاره ټول اړین تدابیر نیولي دي، چې یواځې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې شاوخوا (٩٤) زره ټنه قاچاقي توکي نیول شوي دي. نوموړي د سوداګرو او صنعتکارانو د ځینو ستونزو د حل لپاره د هرات ګمرک مسؤلینو ته لازم هدایات ورکړل او دوی ته یې ډاډ ورکړل، چې پاتې ستونزو ته به یې هم شته امکاناتو ته په کتو سره ژر رسیدنه وشي.
د ګمرکونو لوی ریاست په دې سفر کې د هرات محصولي او اسلام کلا سرحدي ګمرکونو چارې له نږدې و ارزولې او په کاري برخه کې د کارکوونکو د ستونزو اوریدو تر څنګ یې د چارو د لا ښه والي لپاره د یادو ګمرکونو مسؤلینو او کارکوونکو ته لازم هدایات هم ورکړل.