Tag error: <txp:etc_query
  data='<txp:etc_tree id="245" />'
  replace='//a[@href="<txp:site_url /><txp:etc_url />"]@@class=active'
/> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form None on page Pashto
Tag error: <txp:etc_date date="posted" calendar="jalali" format="%d %B %Y" lang="fa_AF"  /> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form default on page Pashto
د ولایتي ګمرکونو د تشریح او بررسۍ برخې کارکوونکو ته جوړ شوی ۲۱ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسید | AFG Custom / د ګمرکونو ع ریاست / ریاست ع گمرکات

د ولایتي ګمرکونو د تشریح او بررسۍ برخې کارکوونکو ته جوړ شوی ۲۱ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسید

فراغت.jpg

2 جدی 1402

د ولایتي ګمرکونو د تشریح او بررسۍ برخې کارکوونکو ته ۲۱ ورځنی ورکشاپ، چې د ګمرکونو او عوایدو په ملي اکاډمۍ کې جوړ شوی وو، نن پای ته ورسید.
د یاد ورکشاپ په پای غونډه کې د ګمرکونو لوی ریاست د حقوقي چارو رئیس ښاغلي عبدالرحمن سجاد، د مالیې وزارت د وړتیا لوړولو او د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ امرینو ګډون کړی وو.
د ګمرکونو لوی ریاست د حقوقي چارو رئیس په خپلو خبرو کې د یاد ورکشاپ د ارزښت بیانولو تر څنګ دوی ته سپارښتنه وکړه، چې زده کړل شوي موضوعات خپلو اړوندو همکارانو سره هم شریک کړي.
په دې ورکشاپ کې د ولایتي ګمرکونو د تشریح او بررسۍ برخې ۲۲ تنو لویو مدیرانو ګډون کړې وو، چې په ۲۱ ورځو کې دوی ته په یادو برخو کې عملي او نظري روزنه ورکړل شوه.
د یادونې وړ ده، چې د یاد ورکشاپ ګډونوالو ته د ازموینې له اخیستلو وروسته د فراغت تصدیق لیکونه هم ورکړل شول.