له دې وروسته به د اسلام کلا، نیمروز او ابو نصر فراهي ګمرکونه ۱۶ ساعته ګمرکي خدمتونه وړاندې کوي

۱.jpg

14 جدی 1402

د افغانستان اسلامي امارت پلاوي د ایران اسلامي جمهوریت د مسؤلینو تر منځ هوکړه شوې، چې له دې وروسته به د اسلام کلا، نیمروز او ابو نصر فراهي او د ایران لوري ته درې مقابل ګمرکونه سوداګرو ته (۱۶) ساعته ګمرکي خدمتونه وړاندې کوي.
د دې هوکړې له مخې د دواړو هیوادونو یاد ګمرکونه به هره ورځ د افغانستان پر وخت (د سهار له اتو بجو څخه د شپې تر دولسو بجو ) د سوداګریزو محمولو پر مخ خلاص وي او ګمرکي طی مراحل به یې تر سره کیږي.
همدا شان د دې هوکړې له مخې هره ورځ د دواړو هیوادونو تر منځ په مساویانه ډول (12) سوه بار وړونکې محمولې به تګ او راتګ کوي، چې دا شمېر به شل ورځې وروسته (15) سوه محمولو او درې میاشتې وروسته به (دوه زره) محمولو ته ورسیږي. 
د دواړو هیوادونو تر منځ د تر سره شوې هوکړې او د دغې چارې د عملي پیلیدو په پایله کې به په افغانستان کې سوداګري لا وده وکړي او تر څنګ به یې سوداګرو ته د توکو د پړاوونو تر سره کولو په برخه کې زیاتې اسانتیاوې رامنځته شي.