د کابل ګمرک ریاست اداري ناسته جوړه شوه

2.jpg

14 جدی 1402

د کابل ګمرک ریاست اداري ناسته تېره ورځ د یاد ګمرک سرپرست ښاغلي نعمت الله همت په مشرۍ، د یاد ګمرک تخنیکي مرستیال ښاغلي سلطان محمد احرار او د ټولو برخو د مسؤلینو په ګډون جوړه شوه.
په دې ناسته کې د کابل ګمرک د روانو چارو په شته ستونزو او حل لارو هر اړخیزې خبرې وشوې او د چارو د لا ښه والي لپاره اړوندو مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې ورکړل شوې.