د مالیې وزارت
د نیمروز ګمرک د ګرځنده څارنې او تورخم ګمرک د دروازو مدیریت کارکوونکو تېره ورځ د بېلابیلو وارداتي او صادراتي توکو له قاچاق څخه مخنیوی وکړ.
د نیمزوز ولایت د ګرځنده څارنې زړورو کارکوونکو تېره ورځ د دې ولایت اړوند سېمو کې بېلابیل توکي نیولي، چې غوښتل یې په قاچاقي ډول یې افغانستان ته راوړي.
د نیمروز ګمرک د ګرځنده څارنې کارکوونکو تېره ورځ د یاد ولایت په بېلابیلو سېمو کې (۱۱۵۲) کیلو ګرامه ککو او ( ۴۲۰ ) کیلو ګرامه پاکستاني پلاستیکي رول بوجۍ، چې غوښتل یېپه قاچاقي ډول یې هیواد ته وارد کړي کشف او ونیول.
د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکوونکو د هلمند ولایت په بېلابېلو سیمو کي (۸۸۱) کارټنه روب، (۷۴۴۰) کیلو ګرامه ګوړه، (۲۳۰۰) کیلو ګرامه چاکلېټ، (۳) عرادې بې اسناده موټر او (۳۱) عرادې جاپاني هنډا موټرسایکلونه نیولي دي.
د ګمرکونو لوی رئیس ښاغلي الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ د ګمرکي چارو د لا ښه والي او سوداګرو ته د اسانتیا رامنځته کولو په موخه د کابل نړیوال هوایې ډګر د امنیتي او استخباراتي ادارو سره د همغږۍ ناسته جوړه شوه.
د ګمرکونو او عوایدو معین ښاغلي ملا عبدالقاهر ادریس تېره ورځ په خپل کاري دفتر کې د پرزو واردونکو شرکتونو د ټولنې له رئیس ښاغلي حاجي نصرالله موحد او د دې ټولنې له یو شمېر غړو سره وکتل.
د تعرفې کميټې د څلورمي ناستي پرېکړي د مالیې وزارت مقام له لوري منظور سوې. د تعرفې د کمېټې په دغه ناسته کي د کورني تولید څخه د ملاتړ، د سوداګرۍ او د دولتي عوایدو اصل ته په کتو سره لاندي پرېکړي سوي دي:
ریاست عمومی گمرک کار بازسازی در گمرک سرحدی اسلام قلعه ولایت هرات را به ارزش (۲.۴) میلیون افغانی آغاز کرده است، که این پروژه شامل چهار باب هنگر، ذخایر آب و بازسازی تعمیر اداری می باشد.
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د هیواد په ګمرکونو کې سوداګرو ته د لا اسانتیا رامنځته کولو په موخه د اسیکوډا سیستم د افغانستان بانک له CBSسیستم سره ونښلوو.