په تورخم ګمرک کې د دوه کیلو ګرامه قیمتي ډبرې له قاچاق څخه مخنیوی وشو

1.jpg

22 اسد 1402

د تورخم ګمرک د صادراتو څانګې کارکونکو تېره ورځ په خالي بار وړونکې موټر کې دوه کیلو ګرامه بېلابیل ډوله قیمتي ډبرې چې غوښتل یې پاکستان هیواد ته یې قاچاق کړي، کشف او ضبط کړې.
د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم په یاد ګمرک کې د بېلابیلو ممنوعه او قاچاقي توکو له وارداتو او صادراتو څخه مخنیوی شوی او عاملین یې اړوندو ارګانونو ته ور پیژندل شوي دي.