یواځې د کندهار په ګمرک د ۳۰۰۰ پارسله پلاستیکي کڅوړو له قاچاق څخه مخنیوی شوی
26 اسد 1402
د افغانستان اسلامي امارت د بیا واکمنیدو سره د هر ډول پلاستیکي کڅوړو واردات په مطلق ډول بند شوي دي، چې موخه یې د چاپیریال له ککړتیا څخه مخنیوی دی.
یواځې د کندهار په ګمرک کې د ۳۰۰۰ پارسله پلاستیکي کڅوړو له وارداتو څخه مخنیوی شوې، چې هر پارسل ۲۵ کیلو وزن لري او غوښتل یې چې په قاچاقي ډول یې هیواد ته وارد کړي.
د ګمرکونو لوی ریاست له ټولو سوداګرو په کلکه غوښتنه کوي، چې هیواد ته د هر ډول پلاستیکي کڅوړو له وارداتو څخه ډډه وکړي.