د ولایتي ګمرکونو د بیې ایښودنې او تعرفې مدیرانو ۱۲ ورځنۍ روزنیز ورکشاپ پای ته ورسید

33.jpg

14 اسد 1402

د ولایتي ګمرکونو د بیې ایښودنې او تعرفې برخې مدیرانو ته جوړ شوی ۱۲ ورځنۍ روزنیز ورکشاپ پای ته ورسید.
د دې ورکشاپ پای غونډه چې د ګمرکونو او عوایدو په ملي اکادمۍ کې جوړه شوه وه، د ګمرکونو لوی ریاست عملیاتي مرستیال ښاغلي نقیب الله عابد، د تعرفې رئیس ښاغلي عبدالرحمن وقاد او د بیې ایښودنې رئیس ښاغلي عزیزالحق ادیب په کې ګډون کړې وو.
د ورکشاپ ګډونوالو د دې ورکشاپ له جوړیدو خوښي وښوده او دا یې د اړوندو کارونو د لا چټکتیا او روڼتیا برخه کې اغیزمن یاد کړ.
د تعرفې او بیې ایښودنې رئیسانو په خپلو خبرونو کې د ورکشاپ ګډونوالو ته سپارښتنه ورکړه چې په ورکشاپ کې زده کړل شوي موضوعات دې خپلو اړوندو همکارانو ته هم ورسوي.
د یادونې وړ ده چې په دې ورکشاپ کې د ولایتي ګمرکونو د بیې ایښودنې او تعرفې برخو شاوخوا ۴۰ مدیرانو ګډون کړې وو، چې د یادو دواړو برخو د روزنې تر څنګ یې د اړوندو تقنیني سندونو په اړه هم دوی ته بشپړ پوهاوی ورکړل شو.