د روان کال د چنګاښ په میاشت کې د ولایتي ګمرکونو د تر سره شویو فعالیتونو تخنیکي ارزونه وشوه

photo.jpeg

16 اسد 1402

د روان کال د چنګاښ په میاشت کې د ولایتي ګمرکونو د تر سره شویو فعالیتونو د تخنیکي ارزونې ناسته نن  د ګمرکونو او عوایدو معین ښاغلي ملا عبدالقاهر ادریس په مشرۍ د یاد معینیت د غونډو په تالار کې جوړه شوه.
په دې ناسته کې چې د ګمرکونو لوی رئیس ښاغلي الحاج مفتي عبدالمتین سعید، د ګمرکونو لوی ریاست مرستیالانو، رئیسانو او د ویډیو کنفرانس له لارې د ولایتي ګمرکونو مسؤلینو ګډون کړې وو، په پیل کې د ګمرکونو او عوایدو معین ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ اداري سلسله مراتبو ته په کتو سره له خپلو مسؤلینو څخه د اطاعت، په سمه توګه د اړوندو چارو د تر سره کولو، له مراجعینو سره د ښه سلوک، د کارکونکو ته تر منځ د لازمې همغږۍ، د باور فضاء د رامنځته کیدو او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه د ولایتي ګمرکونو مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې ورکړې.
له اجنډاء سره سم د ګمرکونو لوی ریاست د پلان جوړونې، پالیسۍ، څارنې او ارزونې رئیس ښاغلي محمد وسیم عثمان له لوري د روان مالي کال د چنګاښ په میاشت کې په ګمرکونو کې د تر سره شویو فعالیتونو په تړاو ټولیز راپور وړاندې شو او همدا راز په همدې موده کې د عوایدو راټولیدو، د هیواد په ټولو ګمرکونو کې تر سره شوې سوداګرۍ، د وارداتي توکو ګمرکي ارزښت او د سوداګریزو محمولو د شمېر او ثبت شوي وزن په اړه غونډې ته بشپړ معلومات وړاندې کړل.
د غونډې ګډونوالو د یاد راپور په اړه هر اړخیز بحث وکړ او د چارو د لا ښه والي لپاره یې د ولایتي ګمرکونو مسؤلینو ته لازمې سلا مشورې ورکړې.
د ولایتي ګمرکونو مسؤلینو هم په خپل وار سره په خپلو اړوندو کاري برخو کې د شته ستونزو یادونه وکړه.
د ګمرکونو لوی رئیس د دوی د ستونزو له اوریدو وروسته ډاډ ورکړ چې ستونزو ته به یې ژر رسیدنه وشي. 
 د یادونې وړ ده چې د ګمرکونو لوی ریاست په میاشتني، ربعوار او کلني ډول د ټولو ګمرکونو تخنیکي ارزونه کوي څو شته ستونزو ته پر خپل رسیدنه وشي.