Tag error: <txp:etc_query
  data='<txp:etc_tree id="245" />'
  replace='//a[@href="<txp:site_url /><txp:etc_url />"]@@class=active'
/> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form None on page Pashto
Tag error: <txp:etc_date date="posted" calendar="jalali" format="%d %B %Y" lang="fa_AF"  /> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form default on page Pashto
د ګمرکونو لوی ریاست د رهبرۍ له لوري د کابل ګمرک ریاست ته نوی سرپرست رئیس ور وپیژندل شو | AFG Custom / د ګمرکونو ع ریاست / ریاست ع گمرکات

د ګمرکونو لوی ریاست د رهبرۍ له لوري د کابل ګمرک ریاست ته نوی سرپرست رئیس ور وپیژندل شو

introduction-2.jpg

12 اسد 1402

ښاغلی مولوي محمد داوود ایوبي چې د ګمرکونو لوی ریاست په وړاندیز او د مالیې وزارت مقام په منظورۍ د کابل ګمرک لپاره د نوي سرپرست رئیس په توګه ټاکل شوې، تېره ورځ د ګمرکونو لوی رئیس ښاغلي الحاج مفتي عبدالمتین سعید له لوري د یاد ګمرک کارکونکو ته ور وپیژندل شو.
په دې پیژندغونډه کې چې د ګمرکونو لوی ریاست مرستیالانو، د مالیې وزارت د کورنۍ پلټنې لوی رئیس او د کابل ګمرک یو شمېر کارکونکو ګډون کړې وو، د ګمرکونو لوی رئیس د کابل ګمرک د پخواني رئیس له کړنو مننه وکړه او نوي رئیس ته یې په چارو کې د بریالیتوب هیله وکړه. نوموړي د کابل ګمرک کارکونکو ته سپارښتنه ورکړه چې له نوي ټاکل شوي رئیس سره په اړوندو چارو کې پوره همکاري وکړي.
د یادونې وړ ده چې ښاغلی مولوي محمد داوود ایوبي له دې وړاندې د پکتیا ګمرک د رئیس په توګه دنده تر سره کوله.