Tag error: <txp:etc_query
  data='<txp:etc_tree id="245" />'
  replace='//a[@href="<txp:site_url /><txp:etc_url />"]@@class=active'
/> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form None on page Pashto
Tag error: <txp:etc_date date="posted" calendar="jalali" format="%d %B %Y" lang="fa_AF"  /> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form default on page Pashto
د اقینې په سرحدي ګمرک کې د کورني ټرانزیټ (T1) پروسه له ګمرکي پړاوونو وایستل شوه | AFG Custom / د ګمرکونو ع ریاست / ریاست ع گمرکات

د اقینې په سرحدي ګمرک کې د کورني ټرانزیټ (T1) پروسه له ګمرکي پړاوونو وایستل شوه

custom.jpeg

31 اسد 1402

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د سوداګرو په غوښتنه او دوی ته په ګمرکي پړاوونو کې د لا اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه د اقینې په سرحدي ګمرک کې د کورني ټرانزیټ (T1)پروسه له ګمرکي پړاوونو څخه وایستله.
دا چې د فاریاب محصولي ګمرک د اقینې له سرحدي ګمرک څخه له نیم کیلو متر څخه کمه فاصله لري، د T1 ترتیبولو پروسې د سوداګرو د وخت ضایع کېدو تر څنګ ګمرکي پړاوونه هم پېچلي کړي وو. یادو ستونزو ته په کتو سره د ګمرکونو لوی ریاست رهبرۍ پرېکړه وکړه، چي دغه پروسه له ګمرکي پړاوونو څخه وباسي.
د یادونې وړ ده، چي د ګمرکونو لوی ریاست په دې هڅه کېده، ترڅو د ګمرکي پړاوونو په اسانه کولو سره سوداګرو ته لا اسانتیاوې برابرې کړي او په دې برخه کې د سوداګرو اصولي غوښتني هم ومني.