د ډبرو سکرو د ګمرکي محصول په اړه د مالیې وزارت خبرتیا!

Pashto.jpg

1 سنبله 1402

د ډبرو سکرو د صادروونکو اتحادیو د غوښتنو او نړیوالو نرخونو ته په کتو سره د سوداګرو د لا هڅوني په موخه د مالیې، کانونو او پترولیم او د صنعت او سوداګرۍ وزارتونو څخه د جوړي سوي تخنیکي کمېټې په وړاندیز او د ریاست الوزراء د اقتصادي معاونیت د پرېکړي له مخي د یو ټن صادرېدونکو ډبرو سکرو ګمرکي محصول (۳۰) امریکایي ډالرو ته راکښته سو، چي اوس مهال د هیواد په ټولو ګمرکونو کي د پلي کېدو وړ دئ.
د یادوني وړ ده، چي د ډبرو سکرو نړیوالو نرخونو ته په کتو سره د دغه جنس قیمتونه د بدلېدو وړ دي