د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین ملا عبدالقاهر حاجي ادریس، چې د یو پلاوي په مشرۍ د هرات په ګمرک کې د وروستۍ اور لګیدنې د څیړلو په موخه یاد ولایت ته تللی هلته یې د هرات په ګمرک کې د رامنځته شوې اورلګېدنې له سیمې څخه د لېدنې سربیره، د یو شمېر ولایتي مسؤلینو او سوداګرو سره هم وکتل.