د تورخم ګمرک منسوبینو د ٧٢ کیلو ګرامه قیمتي ډبرې له قاچاق څخه مخنیوی وکړ
28 جوزا 1402
د تورخم ګمرک زړورو منسوبینو په یوې صادراتي محموله کې د کونزیټ په نوم د ٧٢ کیلو ګرامه د قیمتي ډبرې له قاچاق څخه مخنیوی وکړ.
یادې ډبرې چې په ډیر مهارت سره ځای پر ځای شوې وې او غوښتل يې پاکستان هیواد ته يې قاچاق کړي.
له دې وړاندې هم په یاد ګمرک کې د بېلابیلو قاچاقي او ممنوعه توکو له صادراتو او وارداتو څخه مخنیوی شوی او عاملین يې اړوندو ادارو ته ور پیژندل شوي دي.