د خوست محصولي ګمرک کارکوونکو ته د ګمرکي مسایلو په اړه روزنیز ورکشاپ پیل شو
23 جوزا 1402
د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ د تدریسي پلان له مخې د خوست محصولي ګمرک یو شمېر نویو ګمارل شویو کارکوونکو ته ۱۵ورځنی روزنیز ورکشاپ په یاد ګمرک کې پیل شو.
په دې روزنیز ورکشاپ کې به یادو کارکوونکو ته د ګمرکونو قانون په عمومي احکامو، تعرفې، قیمت ګذارۍ، ترانزیټ، ګمرکي ارزښت ټاکنې، ګمرکي سرغړونو او د تلاشۍ او پلټني مهارتونو په اړه عملي او نظري روزنه ورکړل شي.
د یادونې وړ ده چې د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ ښوونکي به په نورو ګمرکونو کې هم د کارکونکو د وړتیا لوړولو په موخه ورته ورکشاپونه جوړ کړي.