د تورخم ګمرک منسوبینو د څلور ټنه مینده شويو ليټیم ډبرو له قاچاق څخه مخنیوی وکړ

222222.jpeg

26 جوزا 1402

د تورخم ګمرک زړورو منسوبینو د ډبرو سکرو  په صادراتي محموله کې د څلور  ټنه میده شويو لیټیم ډبرو له قاچاق څخه مخنیوی وکړ.
یادې ډبرې چې په ډیر مهارت سره ځای پر ځای شوې وې او غوښتل يې پاکستان هیواد ته يې قاچاق کړي.
د یادونې وړ ده چې اوس مهال د هیواد په ټولو ګمرکونو کې د ممنوعه او قاچاقي توکو څخه په کلکه څارنه کیږي او چاته اجازه نه ورکول کیږي چې یاد توکي له هیواد څخه صادر او یا وارد کړي.