Tag error: <txp:etc_query
  data='<txp:etc_tree id="245" />'
  replace='//a[@href="<txp:site_url /><txp:etc_url />"]@@class=active'
/> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form None on page Pashto
Tag error: <txp:etc_date date="posted" calendar="jalali" format="%d %B %Y" lang="fa_AF"  /> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form default on page Pashto
د هیواد په سرحدي ګمرکونو کې په ټولو خالي افغاني موټرو خاک پولي معاف شوه | AFG Custom / د ګمرکونو ع ریاست / ریاست ع گمرکات

د هیواد په سرحدي ګمرکونو کې په ټولو خالي افغاني موټرو خاک پولي معاف شوه

279.jpg

18 جوزا 1402

د ګمرکونو لوی ریاست په وړاندیز او د مالیې وزارت مقام په منظورۍ په هیواد کې د سوداګرۍ د لا پراختیا او سوداګرو ته د اسانتیا رامنځته کولو په موخه د هیواد په ټولو سرحدي ګمرکونو کې په خالي افغاني موټرو خاک پولي معاف شوه.
له دې وړاندې له داخلي ثبت شویو لارۍ موټرو څخه بندر ته د داخلیدو په وخت کې ۲۵۰۰ افغانۍ او له وړو موټرو څخه ۱۵۰۰ افغانۍ د خاک پولي په نوم اخیستل کیدې، چې د موټر چلونکو د غوښتنې له مخې یادې پیسې معاف شوې.
د یادونې وړ ده د ګمرکونو لوی ریاست په دې هڅه کې ده چې په هیواد کې د سواګرۍ د لا پراختیا او ودې په موخه د سوداګرو او ټولو هیوادوالو اصولي او قانوني غوښتنې ومني.