د تعرفې کمېټې د ۱۴۰۲ مالي کال لومړنۍ ناسته جوړه شوه
29 جوزا 1402
د تعرفې کمېټې د ۱۴۰۲ مالي کال لومړنۍ ناسته نن د ګمرکونو او عوایدو معین ښاغلي ملا عبدالقاهر ادریس په مشرۍ د یادې کمېټې د غړو په ګډون د یاد معینیت د غونډو په تالار کې جوړه شوه.
د ګمرکونو او عوایدو معین د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل او له اجنډاء سره سم د ګمرکونو لوی ریاست د تعرفې رئیس د هګیو، کنسر لوبیا، د لاس وینځلو صابون، د دیګ بخار واشر، د الکوبان تختې او د لاسي ساعتونو د ګمرکي تعرفې په اړه هر اړخیز معلوماتي پریزنټیشن وړاندې کړ او د یادو اقلامو د تعرفې د زیاتوالي او یا هم د کموالي په اړه یي د سوداګرو او صنعتکاراتو غوښتنې د غونډې له ګډونوالو سره شریکې کړې.
د تعرفې کمېټې غړو د یادو اقلامو په تعرفې هر اړخیز بحث وکړ او له کورني تولید څخه د ملاتړ، سوداګرۍ او دولتي عوایدو د ودې اصل ته په کتو سره یي په اړه لازمې پریکړې وکړې.
همداشان په دې کمېټه کې ګمرکي طی مراحلو کې د اسانتیا رامنځته کولو په موخه د ځینو اجناسو لپاره د ملي کوډونو په جوړیدو هم پریکړه وشوه.