د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د حیرتان، آقینې او فراه ګمرکونو کې د چارو د لا چټکتیا، سوداګرو او موټر چلوونکو ته د اسانتیا رامنځته کولو او د ګمرکي کارکوونکو ستونزو ته د رسېدو په موخه د (۶)لکه او (۲۵۰۰) امریکایي ډالرو په ارزښت درې عرادې لوډر، درې عرادې ډمپر او دوه عرادې د اوبو ټانکرونه وپېرل.