د مالیې وزارت
د مالیې وزارت مقام په وړاندیز او د ا.ا.ا د ریاست الوزراء لوړ مقام په منظورۍ مولوي خيرالله (صبغت الله) شهید زاده، چې د ګمرکونو لوی ریاست د قانون تنفیذ د نوي رئیس په توګه ټاکل شوی،
د مالیې وزارت د مقام په وړاندیز او د ا.ا.ا د ریاست الوزراء لوړ مقام په منظورۍ مولوي علي احمد منیب د کابل ګمرک او محمد داود ایوبي د کابل نړیوال هوایې ډګر ګمرک لپاره د نویو رئیسانو په توګه ټاکل شوي،
په رسمي وخت کې تاسو کولی شئ له ۲۲۱ شمېرې سره اړیکه ونیسئ او خپل شکایتونه او پوښتنې زموږ سره شریک کړئ.
د ګمرکونو لوی ریاست د روان مالي کال شپږمه اداري ناسته جوړه شوه
نعمت الله همت، چې د ګمرکونو لوی ریاست په وړاندیز او د مالیې وزارت مقام په منظورۍ د تورخم ګمرک لپاره نوی امر ټاکل شوی تېره ورځ د ننګرهار ګمرک د رئیس محمد خالد عمر له لوري د یاد ګمرک کارکوونکو ته ور وپیژندل شو.
د مالیې وزیر الحاج ملا محمد ناصر اخوند د هیواد د سوداګرۍ او پانګونې خونې له سرپرست محمد یونس مهمند او د افغانستان د نفت او ګازو شرکتونو د سرتاسري اتحادیې له رئیس سید کریم هاشمي سره وکتل.
هیواد ته د ۲۰۰۵ ماډل څخه ښکته موټرو واردول بند دي!
د افغانستان لاس د بي اسنادو (یو کیلي) موټرو د ثبت او محصول پروسه د ۱۴۰۳ ه.ل تر پایه په لوی سلنې تخفیف سره تمدید شوه!
د ګمرکونو ملي اکاډمۍ د تدریسي پلان له مخې، د هرات ګمرک (۷۲) کارکوونکو ته (۴۵) ورځنی او د اقینې ګمرک (۲۶) کارکوونکو ته (۱۵) ورځنی جوړ شوي روزنیز ورکشاپونه پای ته ورسیدل.
د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې کارکوونکو تېره اوونۍ د فراه، کندهار، پکتیکا او هرات په ولایتونو کې یو شمېر قاچاقي توکي، چې قاچاق کوونکو غوښتل په پټه یې هیواد ته راوړي کشف او نیولي دي .