د کابل او د کابل نړیوال هوایې ډګر د ګمرکونو لپاره نوي رئیسان معرفي شول

اول- اول-اول- اول.jpeg

7 سرطان 1403

 د مالیې وزارت د مقام په وړاندیز او د ا.ا.ا د ریاست الوزراء لوړ مقام په منظورۍ مولوي علي احمد منیب د کابل ګمرک او محمد داود ایوبي د کابل نړیوال هوایې ډګر ګمرک لپاره د نویو رئیسانو په توګه ټاکل شوي، تېره ورځ د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مفتي عبدالمتین سعید له لوري د یادو ګمرکونو کارکوونکو ته ور وپیژندل شول، چې د کابل نړیوال هوایې ډګر ګمرک د رئیس په پیژند غونډه د کابل نړیوال هوایې ډګر د لوی ریاست مرستیال مولوي محمد یاسین ثاقب هم ګډون کړې و. د ګمرکونو لوی رئیس د یادو ګمرکونو د دواړو رئیسانو د تر سره شویو کړنو ستاینه وکړه او نویو رئیسانو ته یې د الله (ج) له دربار څخه په اړوندو چارو کې د بریالیتوب هیله وکړه. نوموړي د کابل او د کابل نړیوال هوایې ډګر د ګمرکونو کارکوونکو ته سپارښتنه وکړه، چې ټولې چارې په پوره صداقت او ایماندارۍ سره تر سره کړي او په ټولو برخو کې له خپلو مسؤلینو څخه اطاعت او له دوی سره پوره همغږي وکړي. د یادونې وړ ده، چې محمد داود ایوبي له دې وړاندې د کابل ګمرک د رئیس او مولوي علي احمد منیب د کابل نړیوال هوایې ډګر د ګمرک رئیس په توګه دندې تر سره کولې.