د هرات او اقینې ګمرکونو کارکوونکو ته جوړ شوي روزنیز ورکشاپونه پای ته ورسیدل

Untitled.jpg

23 جوزا 1403

د ګمرکونو ملي اکاډمۍ د تدریسي پلان له مخې، د هرات ګمرک (۷۲) کارکوونکو ته (۴۵) ورځنی او د اقینې ګمرک (۲۶) کارکوونکو ته (۱۵) ورځنی جوړ شوي روزنیز ورکشاپونه پای ته ورسیدل.
په دې ورکشاپونو کې د ګمرکونو ملي اکاډمۍ د ښوونکو له لوري یادو کارکوونکو ته د سوداګریزو توکو د تشریح، ګمرکي تعرفې، بیې ایښودنې، د دروازو مدیریت او د اسیکوډا سیستم په برخو کې عملي او نظري زده کړې ورکړل شوې.
د یادونې وړ ده، چې د چارو د لا ښه والي او په معیاري ډول د ګمرکي طی مراحلو تر سره کولو په موخه د ولایتي ګمرکونو د کارکوونکو وړتیا لوړول د ګمرکونو لوی ریاست په لومړیتونو کې راځي، چې له دې وړاندې هم زیات شمېر کارکوونکو ته په بېلابیلو برخو کې روزنه ورکړل شوې او دا لړۍ به دوام ولري.